سعودي: یوې محکمې د جمال خاشقجي د قتل په تور ۵ تنه په اعدام محکوم کړل

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۲ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
د سعودي محکمې د یوې تازه پرېګړې له مخې د خبریال جمال خشقجي د وژلو په تور ۵ تنه په اعدام محکوم کړل.
ار ټي ټلویزیوني شبکې ویلي، د دې پنځه کسانو سربېره چې په مرګ محکوم شوي دي، درې نورو شکمنو کسانو ته هم د ۲۴ کاله بند سزا اورول شوې ده.
سعودي چارواکو بیا ویلي، د سعودي شاهي کورنۍ سلاکار سعود القحطاني چې هغه هم د نوموړي د مرګ په تور نیول شوی و له څېړنو وروسته بېرته خوشی شوی دی.
خاشقجي چې دوه کاله وړاندې په ترکیه کې د سعودي په کونسلګري کې ووژل شو د امریکا او سعودي تر منځ یې اړیکې خورا ترینګلې کړې.
سعودي بې خبري ښوده خو امریکا بیا ولیعهد محمد سلمان په دې پېښه کې په لاس لرلو تورنول، او غوښتنه یې کوله چې په دې اړه باید ژر تر ژره وضاحت ورکړي.



