کابل ټکى کام (دوشنبه، ۲ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له راپور او افشاګري وروسته فارن پاليسي مجلې یوځل بیا خبر ورکړی چې ټرمپ د افغان جګړې په پای ته رسولو کې جدي دي.
د دې مجلې په وينا، د افغانستان جګړې او افغانانو د کړاوونو پای ته رسولو لپاره ټرمپ له زړه هڅې کوي او غواړي، چې له طالبانو سره د خبرو له لارې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
په دغه مطلب افغان سولې لپاره د امريکا د خاص استازي زلمي خليلزاد هڅو ته هم اشاره شوې، چې له تېر يوه کال راهيسې يې د افغانستان بحران د سياسي حل لپاره له طالبانو سره خبرې پيل کړي دي.
د فارن پاليسي په باور خلیلزاد د سولې ماموريت د ولسمشر ټرمپ په امر پيل کړی دی، داچې دی یې تکمیل کړي، نتیجه به یې خاماخا ټرمپ ته دمنلو وي.
فارن هغه موضوع هم یاده کړې چې څو ورځې وړاندې «ان بي سي» تلويزون د سپينې ماڼۍ د چارواکو په حواله ويلي و، ټرمپ د خپلو سلاکارانو په مشوره له افغانستانه د څلور زرو امريکايي عسکرو د ايستلو پلان لري.
د افغان جګړې د پای ته رسولو شعارونو هغه مهال نړیوالې انګازې جوړې کړې، څه وخت چې واشنګټن پوسټ د دې بې هدفه جګړې په اړه نا ویلي حقایق روښانه کړل، او له ټولو امریکایي مطبوعاتو یې وغوښتل چې د بې هدفه قربانیو دمخنیوي په پار د جګړه مارو پر وړاندې ودریږي.
















