د اوکراين له ولسمشر سره تر اړېکې وروسته ټرمپ پر دغه هيواد مرستې درولي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
د امریکايي حکومت یو خپلمنځي برېښنالیک څرګندوي چې د امريکا ولسمشر ‘ډونلډ ټرمپ’ د اوکراین له ولسمشر ‘ولادیمیر زلنسکي’ سره له ټلیفوني مکالمې وروسته سپېنې ماڼۍ پر اوکراین نظامي مرستې درولې دي.
دا برېښناليک د ډیموکراټانو هغې ادعا ته قوت ورکوي چې ښاغلي ټرمپ د خپلې ګټې لپاره له واکه ناوړه ګټه اخیستې. د امریکا په مشرانو جرګه کې د ډيموکراټ ګوند مشر’چک شومر’ پر جمهوري غوښتونکي ګوند غږ کړی، چې د ټرمپ د استیضاح په بهیر کې مهمو شاهدانو ته مشرانو جرګې ته د ورتګ اجازه ورکړي.
برېښنالیک څرګندوي چې د سپينې ماڼۍ يو لوړپوړي چارواکي ‘مایک ډافي: د امریکا او اوکراین د مشرانو له ټلیفوني اړیکې وروسته د خپل هېواد نظامي چارواکو ته لارښوونه کړې، چې اوکراین سره نظامي مرستې وځنډوي.
د دې اړيکې په متن کې راغلي چې ډونلډ ټرمپ د اوکراین ولسمشر ته وايي: “له تاسې یوه غوښتنه لرم” او ورپسې له نوموړي سره د جوبایډن او د هغه د زوی په اړه د څېړنې پر موضوع غږیږي.
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا څلور ورځې وړاندې د امریکا ولسي جرګې له یوې ورځې سخت بحث وروسته د دغه هېواد ولسمشر استیضاح کړ، اوس به د محاکمې لپاره نوموړی مشرانو جرګې ته استول کېږي.



