کاپيسا: د آله سای ولسوالۍ د اربکيانو عمومي قومندان وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۳، سه شنبه)
د کاپيسا ولايت د پوليسو وياند عبدالشايق شورش کوهستانی وايي، د آله سای ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو عمومي قومندان عبدالعظيم مظلوميار د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.
د کوهستاني په وينا، په قومندان عظيم پرون ماذيګر د يادې ولسوالۍ مربوط په بدراب سيمه کې طالبانو برید کړی چې قومندان عظیم او ساتونکی يې وژل شوي دي.
طالبانو د دغه بريد مسؤوليت منلی وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه ليکي، چې د یادې ولسوالۍ د اربکيانو عمومي قومندان (عظیم) له یو ساتونکي سره ووژل شو، یو بل ساتونکی يې ټپي شوی دی.
د ښاغلي مجاهد په وينا، په برید کې د هغه د سپرلۍ موټر ویجاړ، درې ميله وسلې، یو نارنجک وسله او ګڼ شمير مهمات ترې طالبانو نيولي دي.



