امريکا به هر قدم د دې لپاره ايښوده چې د خپلو متحدو ايالاتو امنيت وساتي، که به يې په کوم کنفرانس او کومه نړيواله غونډه کې ګډون کاوه نو هم به يې پکې د خپل هېواد او خپلو ايالتونو د امنيت خبرې کولې او پوره زيار به يې وېست چې داسې څه پېښ نه شي کوم چې د امريکا امنيت ته زيان وي.
يعنې کۀ ووايو چې امريکا د خپل هېواد د امنيت ساتلو په پار د نړۍ ولسونه وتروړل او پر مظلومو ملتونو يې هغه لوبې وکړې چې د انسان په عقل کې هم نه راځي؛ نو بېځايه خبره به نه وي.
خو امريکا چې د څه له وېرې مظلومه نړۍ زبېښله، هماغه ورپېښ شول او هماغه څه ورته درد سر جوړ شول.
په امريکا کې اوس داسې اونۍ نشته چې لږ تر لږه پکې يو يا دوه وسلوال بريدونه نه وي شوي؛ بلکې هره اونۍ پکې بريدونه کيږي او په لسګونو کسان پکې وژل کيږي.
دغه بريدونه چې رسنۍ يې زيات نه را اخلي؛ زياتره يې د فحاشيو او نورو کلبونو کې تر سره کيږي او په لسګونو کسان پکې وژل کيږي.
په امريکا کې دغه ډول بريدونه وروسته لۀ هغۀ کيږي، چې امريکا د اسلامي نړۍ امنيت وګواښۀ او په اسلامي نړۍ کې يې خپلې لاسوهنې پيل کړې. کۀ څه هم دا لا نه ده معلومه چې پۀ امريکا کې دغه بريدونه څوک اد څۀ لپاره کوي او څوک يې مسؤوليت مني، خو شنونکي دغه د امريکا د شيندلي او شيطاني سياست لۀ امله بولي او وايي چې کۀ امريکا اوس هم خپل شيندلی او پراخ سياسي جال پۀ مهارت ټول نه کړي نو امکان لري چې په دغو بريدونو کې زياتوالی راشي چې بيا به يې امريکا له کنټرول څخه عاجزه وي.
تېره ورځ هم کې اوازې خپرې شوې، چې پۀ امريکا کې د مختلفو بريدونو پۀ ترڅ کې ۷۰ خوا او شا کسان وژل شوي چې دا پخپله د امريکا هغه امنيت ښيي د کوم لپاره چې امريکا نوره نړۍ بد امنه کوله.


















