روسيه وايي د رنېټ په نامه يې د نړيوال انټرنيټ بديله ټيکنالوژي جوړه کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
روسیه ادعا کوی چې د رنېټ په نامه يې د نړیوال انټرنټ د یوې بدیلې تکنالوژۍ بریالۍ ازموینه ترسره کړې ده. تر اوسه د دې ازموینې او نوې تکنالوژۍ په اړه ډېر جزیات نه دي څرګند شوي، خو د دې هيواد د مخابراتو او ټيکنالوژۍ وزارت وایي، عامو خلکو ته هېڅ معلومات ونشو، چې د انټرنټ وسیله یې بدله شوې.
کارپوهان اندېښنه لري چې له دې وروسته ښایي یو شمېر هېوادونه د انټرنټ نړیوالې شبکې د ګډوډولو هڅې پیل کړي. د برتانیا د سري پوهنتون د کمپیوټر پوهنې برخې د پروفیسور ‘الن وډورډ ‘ په خبره د روسیې دا ګام د انټرنيټ ګډوډولو یوه هڅه ده.
نوموړی وایي، که دا ټيکنالوي بريالۍ شي؛ نو په دې سره به د یو هېواد وګړي ان په دې هم خبر نه وي چې په خپل هېواد کې یې څه تېرېږي، ځکه انلاین فضا او مالومات به د حکومتونو لخوا کنترول کېږي.
د روسیې د مخابراتو وزیر الېکسي سوکولوف ویلي، د رنېټ په نامه د دې تکنالوژۍ ازموینه له پلان سره سمه ترسره شوه او بریالۍ وه او اوس به د دې تکنالوژۍ او ترسره شوې ازموینې پایلې ولسمشر ولادمیر پوتین ته وړاندې کېږي
کارپوهان په دې اند دي، چې روسيه غواړي خپلو وګړو ته د فسبوک، ګوګل او واټساپ بديل پروګرامونه هم جوړ کړي، چې دا کار چين لا له وړاندې کړی دی. او دغه راز دغه هيواد پلان لري چې خپله د ویکیپیډیا پاڼه هم جوړه کړي.



