د ترکيې درياب کې د افغانانو په ګډون ۷ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
د ترکيې ختيځ ‘وان’ درياب کې د يوې کښتۍ د ډوبيدو پېښه کې د افغانانو په گډون اووه مهاجر وژل شوي دي. د بيتليس ولايت چارواکو ويلي، چي د دغې کښتۍ ۶۴ نوره سپرلۍ ژغورل شوې ده.
نن پنجشنبه ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې او دغه کښتۍ کې د افغانستان، پاکستان او بنگله ديش هيوادونو څخه راغلي مهاجر سپاره ول.
د چارواکو په خبره ځينې نور کسان لاهم ورک دي، چي پوليس او ژغورونکې عمله يې د پيدا کولو هڅې کوي.
د يادونې وړ ده، چې هره ورځ د افغانستان، پاکستان، بنګلاديش او عراق څخه سلګونه مهاجر په قاچاقي لارو ځانونه اروپا ته رسوي، چې ډېر وخت يې کښتۍ په اوبو کې ډوبې شي او د اروپا ارمان يې پوره نشي.



