د تاجکستان سرحدي ځواکونو درې ملکي افغانان وژلي دي

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۵ مرغومی ، ١٣٩٨ل)

د تخار ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د یاد ولایت په درقد ولسوالۍ کې تاجکستاني پوله ساتو درې ملکي افغانانو باندې ډزې کړې دي او درې واړه یې وژلي دي.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وایي، چې دا پېښه پرون د درقد ولسوالۍ په طاهریانو کلي کې رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره، دا درې کسان د لرګیو د راټولو په موخه له سرحد نه تېر شوي او د تاجکستان خاورې ځنګل ته دننه شوي دي چې هلته پرې د تاجکستان سرحدي ځواکونو ډزې کړې دي.

د تاجکستان او افغانستان سرحد په اوږدو کې وخت ناوخت دغسې پیښې رامنځته کیږي چې ډیری وختونه په دې اړه تاجکستان په سرغړونه تورنیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button