دوشنبه, اکتوبر 27, 2025
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

تعصب داسلام په رڼا کې!!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 27, 2019
کټګوریانې: اسلام پوهنه, مقالې, مهم
0
57
ځلې شریک شوی
715
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال: نورالله سعيد

داسلامي امت لپاره ترټولو خطرناک مرض تعصب اوقوم پرستۍ ده چې اسلامي امت یې پارچه پارچه کړ او واحد امت په اته پنځوس برخو وویشل شو،مونږخلافت موهغه وخت له لاسه ورکړ چې عربانو دعربيت اوترکانو دترکيت نعره پورته کړه،اوس دې راځم چې تعصب اوقوم پرستۍ څه ته ویل کیږي اوداسلام مبارک دین هغه ته په کوم نظر ګوري.
له خپلې کورنۍ ،قبیلې نژاد،ژبې څخه په ناحقه دفاع اوملاتړ کولو ته تعصب ویل کیږي.
له اسلام څخه مخکې خلکو له خپلو خپلوانو،کورنیو اوقبیلو څخه په حق اوباطل دواړو حالتونو کې دفاع کوله داکار لوی زړورتوب اوشجاعت ګڼل کیده،کله چې داسلام مبارک دین څرک وواهه،نو دنورو ظالمانه جاهلي رسمونو په څیر یې دقوم پرستۍ اونژاد پرستۍ لمنه هم ورټوله کړه،اوعصبیت یې په کلک وغنده،خلکو ته یې امر وکړ چې په داسلام کې یو له بل سره دمرستې اساس یوازې پر عدالت اوتقوی ولاړ دی.

دا هم ولولئ

معاصر معاملات او د علماوو مسؤلیتونه!

حماس: د فلسطیني مقاومت سره د حزب‌الله او یمن همکاري به تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي

عبدالملک حوثي: غزه کې اوربند ته ژمن یو د مقاومت په غوښتنه مو په صهیونیستي ريژیم بریدونه درولي

په جاهلي دور کې خلکو دعصبیت په خاطر په پټو سترګو جنګونه کول،یودبل په خلاف یې دسیسې جوړول،په قوم نسب اوحسب فخرکول لوی ویاړ بلل کیده،مګر اسلام خلکو ته تواضع،دژوندانه په چارو کې یو له بل سره مرسته اونیک عملونه دبرترۍ معیار وټاکه،خلکو ته ته یې په ډاکه کړه چې په مسلمانانو کې هغه څوک غوره دي چې له الله تعالی څخه ډیر ویریږي،اودتقوی وي.
الله تعالى فرمايلي دي [سُوۡرَةُ الحُجرَات :۱۳]

يٰٓأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنٰكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثٰى وَجَعَلْنٰكُمْ شُعُوبًا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقٰىكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ

ژباړه:اې خلكو! موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې څخه پيدا کړئ او بيا مو تاسې قومونه او قبيلې وګرځولئ، تر څو چي تاسي يو او بل سره وپيژنئ. په حقيقت کښي د الله په وړاندي ستاسي څخه تر ټولو زيات عزتمند هغه څوك دى چي په تاسي کښي تر ټولو زيات پرهېزګار وي. په باوري ډول الله په هر څه پوهېدونكى او باخبره دى.

د جبیر بن مطعم نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ » هغه څوک له موږ څخه نه دی څوک چې تعصب ته خلک رابولي، او هغه څوک له موږ څخه نه دی چې د تعصب په بنسټ جنګ کوي، او هغه څوک چې په تعصب باندې مري، له موږ څخه نه دی.

همدا راز د ابو هریرة رضی الله څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “مَنْ قَاتَلَ تَحْتَ رَايَةٍ عُمِّيَّةٍ، يَدْعُو إِلَى عَصَبِيَّةٍ، أَوْ يَغْضَبُ لِعَصَبِيَّةٍ، فَقِتْلَتُهُ جَاهِلِيَّةٌ” چا چې د ړانده بیرغ لاندې جنګ وکړ چې تعصب ته خلک رابولي، او د تعصب په بنسټ په غوسه کېږي نو د هغه جګړه د جاهلیت جګړه ده.

په یو بل حدیث کې جندب بن عبد الله البجلي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه مبارک فرمایي:«مَنْ قُتِلَ تَحْتَ رَايَةٍ عِمِّيَّةٍ، يَدْعُو عَصَبِيَّةً، أَوْ يَنْصُرُ عَصَبِيَّةً، فَقِتْلَةٌ جَاهِلِيَّةٌ» څوک چې د تعصب د بیرغ لاندې ووژل شو، چې تعصب ته بلنه کوي او د تعصب په بنسټ باندې مرسته کوي نو مرګ یې د جاهلیت مرګ دی.

تعصب یو بدبوی لرونکی فکر او ناولې نعره ده، پیغمبر صلی الله علیه د تعصب چيغه او نعره په داسې صفت یاده کړې چې له ورایه ترې باید د انسان کرکه وشي، فرمایلي یې دي: (دا پریږدئ ځکه چې دا یوه نا ولې او بدبوداره خبره ده) یعنې په دې کې چې انسان هر څومره ګوتې وهي هغومره د هغې خباثتونه او ګندګۍ رابرسیره کېږي.
حضرت جابر بن عبد الله رضي الله عنه فرمایي: (كُنَّا فِي غَزَاةٍ فَكَسَعَ رَجُلٌ مِنْ الْمُهَاجِرِينَ رَجُلًا مِنْ الْأَنْصَارِ فَقَالَ الْأَنْصَارِيُّ يَا لَلْأَنْصَارِ وَقَالَ الْمُهَاجِرِيُّ يَا لَلْمُهَاجِرِينَ فَسَمَّعَهَا اللَّهُ رَسُولَهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَا هَذَا فَقَالُوا كَسَعَ رَجُلٌ مِنْ الْمُهَاجِرِينَ رَجُلًا مِنْ الْأَنْصَارِ فَقَالَ الْأَنْصَارِيُّ يَا لَلْأَنْصَارِ وَقَالَ الْمُهَاجِرِيُّ يَا لَلْمُهَاجِرِينَ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دَعُوهَا فَإِنَّهَا مُنْتِنَةٌ)، موږ په یوه غزا کې ؤ، د مهاجرینو له ډلې څخه یو سړي د انصارو یو سړی له شا نه په لغته وواهه، نو انصاري چغه کړه: اې انصارو (راټول شئ) او مهاجر چغه کړه: اې مهاجرو (راټول شئ) رسول الله صلی الله علیه وسلم چې دا چغې واورېدې، نو پوښتنه یې وکړه، چې دا څه دي؟ نو صحابو ورته وویل: له مهاجرو څخه یو سړي د انصارو یو سړی په لغته وواهه، نو انصاري، انصارو ته غږ کړ، او مهاجر مهاجرینو ته غږ کړ، نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (دا پریږدئ، دا نا ولې او بدبو لرونکې نعره ده) د مهاجرینو او انصارو القاب څومره ښکلي او د عزت القاب ؤ، مګر کله چې د تعصب لپاره استعمال شول رسول الله صلی الله پرې څومره خفه شو او په څه یې وستایل.

د تعصب له امله د اسلام یو بنسټیز قانون له منځه ځي، هغه قانون چې په قرآن کریم کې الله تعالی مسلمانانو ته د هغه حکم کړی دی، الله تعالی فرمایی: {وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ } [المائدة: 2] یعنې د نیکۍ او تقوی په کارونو کې یو د بل سره مرسته وکړئ، او د ګناه او په بل باندې په تېري کې یو د بل سره مرسته مه کوئ، دا د اسلام قانون دی چې باید مسلمان پرې ملتزم وي، د چا سره د مسلمان تأیید او مرسته هېڅ کله هم باید په دې اساس ولاړه نه وي چې هغه یې د قوم، قبیلې او کورنۍ او سیمې او وطن سړی دی، بلکې باید دې ته وګوري چې هغه کار چې دی یې تأییدوي او په هغه کې ورسره منډه وهي، د نیکۍ او تقوی کار دی که نه؟ په دې اړه حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایي: (من أعَان قوما على ظلم فَهُوَ كالبعير المتردي فَهُوَ ينْزع بِذَنبِهِ) یعنې څوک چې په ظلم د چا سره مرسته کوي هغه په ژور ځای کې د لویدلي اوښ په څېر دی چې د لکۍ په وسیله یې د راویستلو کوښښ کېږي.

د قوم پرستۍ، حزب پرستۍ او نورو ناروا عقیدو او باورنو سره سل په سلو کې ضد دی.
د مسلمانانو ورور ولي په دې یوه کلیمه «لا اله الا الله محمد رسول الله» سره ده، د دې کلیمې پیروان ټول سره وروڼه دي.
قوم پرستي په اسلام کې ځای نه لري، څوک چې د قوم پرستۍ له امله مړ شي د هغه مرګ د جهالت دی.
قومیت یوازې د معرفت او پیژندلو وسیله ده چې خلک یو بل په آسانۍ سره وپېژني افضلیت او بهتري په اسلام کې د متقي سړي لپاره ده.
که مسلمان عرب، هندي، پاکستاني حتی که امریکایي هم وي، هغه زموږ ورور دی،اسلام سرحد نه لري د اسلام سرحد يوازې له کافرانو سره دی.

عصبیت(تعصب کول له قبیلې،قوم،ژبې،نژاد اوداسې نورو سره)دجاهلیت دزمانې راپاتې میراث دی چې تل بشریت ګواښوي اوآرامې ټولنې ړنګوي،له همدې امله پیغمبرصلی الله علیه وسلم په کلکو الفاظو سره ناروا اوحرامه پدیده ګنلې ده،نو په هرمسلمان باندې لازمه ده چې دایمان له غوښتنې سره سم دجاهلیت ناولې پدیدې سره په هرشکل چې وي مبارزه وکړي.

لوی ټکي: پهتعصبداسلامرڼا کې
مخکینې مطلب

د امپراطوریو د ماتې تسلسل

بل مطلب

د خپلو پلرونو تېروتنو باندې وياړي!!

ځانګړي مطالب

مقالې

معاصر معاملات او د علماوو مسؤلیتونه!

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
خبرونه

حماس: د فلسطیني مقاومت سره د حزب‌الله او یمن همکاري به تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025
خبرونه

عبدالملک حوثي: غزه کې اوربند ته ژمن یو د مقاومت په غوښتنه مو په صهیونیستي ريژیم بریدونه درولي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025
خبرونه

حماس: پر اشغالګرو دې د تړون منلو لپاره فشار واچول شي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025
خبرونه

د اسلامي جهاد نوی ویاند ابوحمزه: د اوربند تړون ته پابند یو؛ خو وسلې نه تسلیموو

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025

وروستي

وينزويلا: د امريکا پوځي تمرينونه د جګړې د پيلولو هڅه ده؛ امريکايي سناتور وايي د حملې امکان زيات شوی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 27, 2025
0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

په بلخ کې د راستنو شویو کډوالو لپاره د ځمکې وېش پيل شو

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

ډونالډ ټرمپ: ژر به غزې ته نړيوال سوله‌ساتي ځواک واستول شي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
0

ملا عبدالغني برادر د سعودي «دلتا انټرنشنل» له مشر سره د ګازو پر پروژو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
0

چین د ۱۰۰ میلیونه یوانو بشري مرستو دویم پړاو کې ۱۵۶ فابریکوي کورونه افغانستان ته وسپارل

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
0

ډیر کتل شوي

  • په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ډونالډ ټرمپ: ژر به غزې ته نړيوال سوله‌ساتي ځواک واستول شي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

وينزويلا: د امريکا پوځي تمرينونه د جګړې د پيلولو هڅه ده؛ امريکايي سناتور وايي د حملې امکان زيات شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په بلخ کې د راستنو شویو کډوالو لپاره د ځمکې وېش پيل شو

ډونالډ ټرمپ: ژر به غزې ته نړيوال سوله‌ساتي ځواک واستول شي

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې تصویب کړې

ملا عبدالغني برادر د سعودي «دلتا انټرنشنل» له مشر سره د ګازو پر پروژو خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com