کابل ټکی کام (شنبه، ۷ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
عراق کې د امريکايي ځواکونو پر ېوه مرکز راکټي بريدونو کې يو امريکايي وژل شوی دی. امريکا تر دې مخکې د دغه ډول حملو پړه د عراق پر ايراني پلوه شیعه مليشو اچولې وه.
دغه برید پرون جمعه(د ډسمبر ۲۷مه نیټه) د عراق پر K1 نومې پوځي مرکز شوی دی. دغه پوځي مرکز د عراق تيل لرونکي ښار کرکوک شمال لويديځ په ۱۵ کيلومترۍ کې پروت دی.
امريکایي چارواکو ويلي دي چې په دغو حملو کې څو تنه امريکايي او عراقي سرتيري ټپيان شوي هم دي. د وژل شوي امريکايي په اړه ويل شوي چې هغه د يوه امريکايي شرکت کارمند و.
د دې بريدونو لړۍ د تېر اکتوبر مياشتې څخه پيل شوې ده؛ خو تر دې مخکې په ترسره شوو حملو کې امريکايي اتباعو ته مرګ ژوبله نه وه اوښتې، دا لومړنی امريکايي دی چې دغو توغنديزو بريدونو کې وژل کيږي.
که څه هم د دې بريدونو مسؤليت کومې ډلې نه دی منلی؛خو امريکايي چارواکي بيا ايران پلوه عراقي پوځي مليشې ‘حشدالشعبي’ تورنوي چې دا ډول حملې کوي.
د فرانسې خبري آژانس د ځینې کارپوهانو له قوله خبر ورکړی، چې دغه حملې به د تهران او واشنګټن تر منځ له پخوا ترينګلې اړيکې نورې هم خړې پړې کړي.


















