اسټراليا کې د وروستيو اورونو له امله د وژل شويو شمېر ۱۲ ته رسېدلی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

د اسټرالیا په “وېکټوریا” ایالت کې زرګونه خلک له لګېدلو اورونو د ځان ژغورنې لپاره د سمندر لور ته په تېښته دي.

د مالاکوټا په نوم د يوې اور ځپلې سیمې خلکو ويلي د اور لمبو اسمان سور تنور ګرځولی او دوی په يو ترټولو بد وحشتناک حالت کې بېړیو ته وختل او له سیمې ووتل.

داسټراليا فدرال حکومت ویلي چې له زیانمنې سیمې د خلکو د ایستلو لپاره به الوتکې او بېړۍ ور ولېږي.

امنيتي چارواکو رسنيو سره په خبرو کې ويلي په نیو “سوت وېلز” ایالت کې دوه نور کسان هم وژل شوي چې ورسره د روانو اورونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲ تنو ته رسېدلی.

چارواکي زیاتوي چې په وېکټوریا کې څلور او په نیو سوت وېلز کې یو کس لادرکه هم دی.

د وروستیو دوه قربانیانو مړي، چې ویل کېږي پلار او زوی دي، د نیو سوت وېلز په کوربارګو سیمه کې موندل شوي دي. ياد ښارګوټی نن ورځ د اور په لمبو کې راګېر شو او وسوځېد.

د يادونې وړ ده چې وېکټوریا او نیو سوت وېلز ایالتونو کې اورونو نيږدې ۵۰۰ کیلومتره سیمه په خپله لمن کې را نیولې
مالاکوټا کې بیا د اور وژنې ادارې چارواکي وایي، بادونو خپل لوری بدل کړی دی او ورسره د اور مخه هم له دې ښاره بل لور ته اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button