کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
د عامې روغتیا وزارت لخوا په يوه خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي چې کابل کې د تنفسي ناروغيو له امله ۱۷ کسان مړه شوي دي.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې په تيره يوه اونۍ کې د تنفسي ناروغيو له کبله تقريبا ۸۰۰۰ کسان روغتونونو ته ورغلي دي.
د هوا ککړتیا د دې سبب شوې چې ډیر خلک په تنفسي ناروغیو اخته شي.
له بل لوري د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د کابل ښار د هوا د لاککړېدو د مخنیوي لپاره د تازه ګامونو خبر ورکړ.
د چاپیریال ساتنې اداره وایي حکومت د آریا ښارګوټي او ګلبهار ټاور د مرکز ګرمیو سیستمونه د یکشنبې په ورځ غیرفعاله کړل.
ديادونې وړ ده چې د افغانستان پلازمينه کابل د نړۍ په کچه له هغو ښارونو څخه يو ده چې هوا يې ډيره ککړه ده.
















