څارنوال حشمت عبیدي
څلویښت کلن ناورین ځپلی ملت یې له الله جل جلاله ته لاس په دعا دی چې ای د کایناتو خالقه!
يو باهلي قتيبة بن مسلم درڅخه غواړو؛ چې د بخارا ، سمر قند ، خوقند او فرغانې څخه تر کاشغره د خپل آس په ځغلولو سره ، د ( ايغور ) تر مسلمانانو ورسيږي او د چيچنايي او قفقازي امام شامل لمسيانو ته هم لاس ورکړی ؛ څو د مسکو د ماڼۍ پر څوکه د کسری او قیصر د ماڼیو په څیر د محمدي اذان زمزمې پورته کړي.
د اندلس د زرين تاريځ ثبتوونکي واکمن ؛ عبدالرحمان او ورڅځه د مخه ورته ورغلي (طارق بن زياد او موسی بن نصير) را په برخه کړې ؛ تر څو نور درديدونکی مسلمانان په اروپا کې د ځان وژنې وسله و نه کاروي او د تېر په څیر عزتمند ژوند وکړي !
د قسطنطني فاتح ؛ محمد الفاتح او يو صلاح الدین آيوبي بل راکړي ؛ چې نور مو د حجاز د پراخو ځمکو څخه مجاهدين د ځان پسې روان کړي او د دیکتاتورو واکمنانو تر ملوکیت لاندې نه اوسي !
په عراق کې د تتار او چنګيز د پيروانو د تآديب لپاره ، يو بل خوارزمي جلال الدين راکړه !
که په افریقا کې عقبه بن عامر را په برخه کړې ؛ څو د لويديځ پالنې پر ځاې د مصر ، الجزاير او … واکمنانو ته وښيي ؛ چې د اسلامي دعوت د خپرواي لپاره وړاندې تګ پکار دی ، نه دخپلو مؤمنو ورونو او زمریانو بندي کول !
په خپل ټاټوبي (افغانستان) کې د غزنوي ، غوري ، هوتکي ، ابدالي او د غازيانو ،هر یو : محمد اکبرخان، محمد ايوب خان ، پېغلې ملالی او د دوی د ملګرو پيروان نه تر سترګو کيږي ، نو د نړيوال بانک مامور مو نور د ملت له سره کوز کړه او دا مو په نصيب کړه ؛ چې د ماماګانو او خوريونو يې ( مکار انګليس او امريکا ) لوبې دلته نورې ختمې شي او د ابدالي بابا لمسيان او د نورو غازيانو اولادې د مرهټيانو په څېر نن د برما بودائيانو ته ځانونه ورسوي ؛ ځکه چې د برما مظلوم مسلمانان يې په سور اور کې کباب کړل !
د شاه ولی الله رحمه الله او سيد احمد او شاه اسماعيل شهيدانو د لمسي توب مدعیان او پيروان هم په استخباراتي لومو کې ګير دي ، نو د خپلو اسلافو له عمل څخه د پيروۍ جرآت ورکړې ؛ څو حق ته حق او باطل ته په باطل ويلو سره ، نور د افغانستان پر خلاف د توطېو د لړۍ پر ځاې پاتې کشمير وګټي ؛ بنګال د هند له نفوذ څخه ليرې وساتي او افغانستان ته د دامونو کېښودلو پر ځاې هغې برما ته مخه کړی ، چې د دوې د وجود د یوې برخې ( بنګال ) ګاونډ کې ده او پدې ترتیب خپل اسلامي بمب د امريکا پر ځاې په ملیاردی امت وساتي .