د صرافانو ټولنې نن خپل فعالیتونه بېرته په افغانستان کې پیل کړل

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ ثور، ۱۴۰۱ل)

افغانستان د صرافانو ټولنه وايي، چې نن دوشنبه د ثور په ۲۶تمه يې بيرته په ټول افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړي دي او کار بندیز یې پای ته رسولی.
د افغانستان صرافانو پرون د اعتراض په ډول ویلي وو، تر هغې چې افغان حکومت دوی ته د کاري جواز ورکولو برخه کې خپل شرطونه نرم نه کړي او دواړه خواوې یوې هوکړې ته نه وي رسېدلي، دوی به خپل دفترونه بند ساتي او فعالیتونه به نه ترسره کوي.
خو په کابل کې د صرافانو د اتحایې غړي محمد یوسف نن رسنيو ته وویل: ” تېره شپه موږ د اقتصادي کمیسیون له چارواکو سره ناسته لرله، او موږ سره یې ژمنه وکړه چې د دې ستونزې د اواري لپاره به کمیټه جوړېږي.”
د يوسف په خبره چارواکو ورته ويلي: ” په شرایطو کې به نرمښت راولي او له همدې امله نن په ټول افغانستان کې صرافۍ پرانیستل شوې دي”.
په عين حال کې د افغانستان بانک چارواکي واي په ټول هېواد کې صرافۍ او د پولي خدمتونو مرکزونه پرانیستل شوي او د یو شمېر کسانو له خوا د صرافیو بندیدل یې د هغوی شخصي ستونزه بللې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button