زما د زندګۍ مرۍ بې تاره وه خو وه

س.ع.قانت

زما د زندګۍ مرۍ بې تاره وه خو وه
بیا هم په خپل مسیر کې برقراره وه خو وه

دا نن چي سره نه پالو زړې ښې یاراني
دوستي به مو یواځي رب لپاره وه خو وه

مجرم ومه پدې چې مې څارله خپله لار
چې بيله مو له چانه سپینه لاره وه خو وه

وطن کې هم له کلي مسافر او مهاجر
که کلي کې جونګړه خواروزاره وه خو وه

یو وخت ؤ چي به زه د آییني محتاجه نه وم
جانان چي ؤ څیره یې ښه هینداره وه خو وه

دا اوس چي غریو نیولی پسي ګرځم په غرمو
د يار د پلونو نښه پدې لاره وه خو وه

چې هسکه به غړۍ وه له خوښیو سره ستا!
زما به اوښکه سترګو کې ایساره وه خو وه

مورکۍ چي کلک سینې ته کړ په وخت د مخه ښې
په وره کې یې ولاړه خورکۍ خواره وه خو وه

یو دنګ زلمې د مور سر ته سلګیو کې ویل
همدا مو زندګې وه،که بې پلاره وه خو وه

نړۍ نړۍ خبري یې لیمو کې وې پرتي
يه! کونډه وه، کمبخته وه، بيکاره وه خو وه

رنګين یې پیغلتوب ؤ پۀ غیرت او شهامت
ملاله وه، سنګر کې وه، بیداره وه خو وه

هيچا ورته د جار او د قربان خبري نۀ کړي
یتیمه وه،یسیره وه،ناچاره وه خو وه

کوچی، کیږدۍ، ياران، رمه او زه ور پکې شپون
له دوې سره مې مینه بې دیداره وه خو وه

چي تاته به يې شونډي په مسکا نرۍ نرۍ کړي
قانت سینه به ډکه له پرهاره وه خو وه

مربوطه مطالب

Back to top button