جاپان د افغان ښوونکو د ۲ میاشتو معاشونه ورکوي او کابل کې خپل سفارت پرانیزي

کابل ټکی کام(چهارشنبه، ۲۸ ثور، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال مولوي فیض الله جلال د جاپان له سفیر سره کتلي او په افغانستان کې يې د خپل سفارت د پرانيستې خبر ورکړی دی.
راپور زياتوي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر وضعیت، د پولیسو پر کړنو او لاسته راوړنو خبرې کړي دي.
د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او ستراتیژي له مرستیال سره په لیدنه کې د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې هېواد یې چمتو دی څو د افغان ښوونکو د ۲ میاشتو معاشونه ورکړي.
دغه راز اوکادا ويلي، چې حکومت یې اراده لري ترڅو کابل کې خپل سفارت بيا پرانیزي او په دې هېواد کې خپلې نیمګړې پروژې هم بشپړې کړي.



