کابل ښاروالي: سږ کال به د ۴ ملیارده ۸۱۲ ملیونه افغانيو په لګښت د ۱۸۱ پروژو کارونه بشپړ شي

کابل ټکی کام(پنج شنبه، ۲۹ثور، ۱۴۰۱ل)

د کابل ښاروالۍ رهبرۍ د ۱۴۰۱ کال لپاره د پلان شویو ۱۸۱ پروژو په اړه د یوه خبري کنفرانس په لړ کې رسنیو ته معلومات ورکړل.

په یاد خبري کنفرانس کې کابل ښاروال مولوي عبدالرشید وویل: اړینه ‏ده چې په یادو پروژو کې ښاریان هم خپله ونډه ادا کړي او د کابل ښاروالۍ د ټولو پروژو په اړه د مالکیت احساس وکړي.

کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۱ کال لپاره ۱۸۱ نوې او د تیرو کلونو د پروژې پلان کړي دي.

د یادو پروژو لګښت ټولټال ۴ ملیارده ، ۸۱۲ ملیونه افغانۍ دی چې د کابل ښاروالۍ له داخلي عوایدو ‏او پرمختیايي بودیجې څخه پلې کیږي.

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس نعمت الله بارکزي او د پلان پالیسۍ او راپور ورکونې رئیس محمد آصف جلالزي په خپلو خبرو کې وویل چې د ۱۴۰۱ کال پروژې برابرې پراختیا ته په کتو په هره ناحیه کې په عادلانه کچه په نظر کې نیول شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button