جوزجان: ترافیکي پېښه کې ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام(چهارشنبه، ۲۸ ثور، ۱۴۰۱ل)
د راپورنو له مخې، په جوزجان ولايت کې د ترافيکي پيښې له امله ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جوزجان سيمه ايز چارواکي وايي، په ياده پېښه کې لږ تر لږ ۸ کسان مړه شوي او شاوخوا ۲۵ نور ټپیان دي.
پېښه نن چهارشنبه د «غوايي ۲۸مه» د قوش تېپې ولسوالۍ په په «پل ترکمن قدوق» سیمه کې د یو کاماز ډوله موټر د اوښتو له امله رامنځته شوې ده.
د جوزجان د عامې روغتیا رئیس عبدالغني صمیم باختر وايي، د دغه پېښې ټول قربانیان روغتونو ته انتقال شوي او ټپيان يې تر درملنې لاندې دي.
ښاغلي صمیم د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت خراب وباله او په خبره یې کیدایشي د مړو شمېر تغیر وکړي.
په افغانستان کې ډير کله ترافيکي پيښې د موټرچلونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي.



