د اسلام د ستر پيغمبر په اړه د هندي چارواکي خبرو د مسلمانانو توند غبرګون راپارولی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)

تر هغه وروسته چې د هندوستان د لومړي وزیر نرېندرا مودي په مشرۍ د واکمن “بهاراتیا جنتا” ګوند ویاند نوین کمار جندر پر خپله ټویټر پاڼه د اسلام د ستر پیغمبر او د بشریت د ستر لارښود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په هکله ګستاخانه څرګندونې وکړې، د نړۍ په لر او بر کې یې د مسلمانانو توند غبرګونه راپارولي دي.

په نړیواله کچه په ځانګړې ډول په عربي نړۍ کې د ټویټر فعالانو د (‎#إلا_رسول_الله_يا_مودي) تر هشټک لاندې څلور سوه زره ټویټونه کړي، یادې څرګندونې یې په کلکه غندلي، د اسلامي نړۍ په مشرانو غږ کړی، چې هندي توکي دې تحریم او سفارتي اړیکې دې ورسره ختمې کړي.

د هند د واکمن ګوند ویاند تیره ورځ پر خپله ټویټر پاڼه عايشه رضي الله عنها سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم په نکاح يې نيوکه کړې وه او په ۵۶ کلنۍ کې يې له ۹ کلنی نجلۍ سره واده د اغتصاب يو ډول بللی و.

په ورته وخت کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت بیا په دوحه کې د هندوستان سفیر احضار کړی او د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هکله د هند د واکمن ګوند د ویاند له سپکاوي ډکو څرګندونو په تړاو یې د خپل هیواد د خلکو او حکومت د غندنې رسمي لیک ورته سپارلی دی.

باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی، چې د اسلام د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم په حق کې پارونکې څرګندونې کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم په فرانسه، ډېنمارک او ځینې نورو کفري هیوادونو کې دا ډول کړنې تر سره شوي، چې د مسلمانانو له توند غبرګون سره مخ شوي او په ځینو هیوادونو کې ګستاخان وژل شوي هم دي.

https://twitter.com/IslamPaal/status/1533380140113088512?t=9Psae-H7sJccG4l-gLVZMg&s=19

https://twitter.com/jhelles/status/1532833778380460032?t=rIg-k-8nOIwdmjxEfawKCw&s=19

 

https://twitter.com/mobariz_1/status/1533489115664109575?t=Ken-fJ-Z9vZLRQCUPLNe4g&s=19

مربوطه مطالب

Back to top button