د اوکرایین جګړه؛ کېیف کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
له اوکرایین ورکړل شوي راپورونه وایي، چې له څو اونیو ارامۍ وروسته په پلازمينه کيېف کې درنې چاودنې شوې دي.
د اوکرایین دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې چاودنې د پلازمینې په دوو بېلا بېلو سیمو کې شوې او له کبله يې تر دې مهاله يوازې د يوه کس د ټپي کيدو معلومات خپاره شوي دي.
که څه هم تر اوسه د چاودنو د څرنګوالي په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي خو په کيېف کې له تېرو څو اونيو راهيسې د روسیې د هوایي بريدونو د ګواښ زنګونه کړنګول کېدل.
دا په داسې حال کې ده؛ چې روسيې یوځل تېره مياشت هڅه وکړه چې پر دې ښار ولکه ټينګه کړي خو د اوکرايني پوځيانو له سخت مقاومت وروسته يې د خپلو پوځيانو ته د شاتګ امر وکړ، دا مهال په لوهانسک ایالت کې د دواړو لورو تر منځ خونړۍ جګړه روانه ده او د یاد ایالت ډیره برخه د روسي ځواکونو لاسونو ته لوېدلې ده.



