کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په مشرۍ افغان سرپرست حکومت وایي، چې ډېر ژر به یوځل بیا د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ رغنیزې چارې پیل شي.
د چارواکو په خبره، د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ د پاتې درېیمې برخې رغنیزو چارو د بیا پیل پر سر خبرو لپاره یې یو پلاوی د ایران اسلامي جمهوریت ته تللی دی.
د اسلامي امارت چارواکي وایي، چې ایران ته یې د پلاوي د سفر موخه د هرات-خواف اورګاډي پټلۍ درېیمې ټوټې د پاتې چارو او لېږد-رالېږد بیا پیلېدو او د اوسپنې پټلۍ پرسونل ته د مسلکي زدهکړو چمتو کولو پر سر ایراني چارواکو سره خبرې اترې دي.
د چارواکو په خبره، چې هڅه کوي په هېواد کې د سترو ملي پروژو چارې بیا پیل کړي چې په پلیتابه سره به یې په زرګونو افغانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

















