تخار: د امنيتي ځواکونو له لوري تر سره شویو عملیاتو کې د داعش ډلې مرکزونه له منځه وړل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)

له تخار ولایت ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د مرکز تالقان اړوند څلورمه حوزه کې د امنيتي ځواکونو له لوري تر سره شویو عملیاتو کې د داعش وسله والې ډلې مرکزونه له منځه وړل شوي.

د اسلامي امارات ویاند او د اطلاعاتو-فرهنګ وزارت مرستیال وزیر “ذبیح الله مجاهد” پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: ‏د استخباراتو د لوی ریاست ځانګړو ځواکونو د یو لړ خاصو عملیاتو په ترڅ کې د تخار مرکز تالقانو اړوند ۴ حوزه کې د خوارجو فتنه ګرو د تمویل، تجهیز او روزنې په مرکز عملیات تر سره کړل.
د مجاهد په خبره د یادو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د خوارجو د مهم قومندان یونس ازبکستاني په شمول د یادې ډلې ۸ تنه مهم غړي وژل شوي دي.

د ویلو ده چې په افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته داعش وسله والې ډلې بیا بیا د امنیت د اخلال هڅې کړې دي خو هرځل د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ او ځپل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button