کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د عربي رسنیو د راپورونو له مخې د عراق په پارلمان کې د شیعه ملا مقتدا صدر په مشرۍ د “الصدر غورځنګ” ۷۵ وکیلانو استعفا ورکړې ده.
په یوه لنډه ویډیو کې چې د الصدر په پلوي ټولنیزو پاڼو کې خپره شوې، لیدل کیږي چې د صدر پارلماني ټلوالې مشر “حسن ازري” د پارلمان رئیس “حلبوسي” ته د خپل ګوند د ۷۵ تنو وکیلانو استعفاوې وړاندې کوي او د نوموړي لخوا هم منل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ شیعه سیاسي او مذهبي رهبر مقتدا الصدر پارلمان کې له خپلو پلویانو غوښتي و چې له خپلو دندو دی لاس په سر او استعفاوې دی وکړي.
که څه هم مقتدا الصدر د مسعود بارزاني په مشرۍ د کردستان د دیموکراتیک ګوند او په پارلمان کې د سني تحریک سره د ائتلافي حکومت په اړه درې اړخیز ایتلاف جوړولو هڅې وکړې خو تر پایه بریالی نه شو.
باید وویل شي چې په عراق کې د تیر کال د اکتوبر میاشتې په عمومي ټاکنو کې د الصدر په مشرۍ امریکا ضد سیاسي غورځنګ تر ټولو ډیرې څوکۍ ترلاسه کړې وې خو داسې ښکاري چې د امریکا او نورو غربي هیوادونو د لاسوهنو له امله د حکومت په جوړولو کې له ناکامۍ سره مخ شو.


















