افغانستان او راتلونکي شل کلونه.!

امین وردګ
په دغې مقاله کې به تاسو د راتلونکو دوو لسیزو په هکله (د وړاندوینې په توګه) زما څه اټکلونه او تخمینونه په لیکلې بڼه ولولئ، نو کلک یې درسره ساتۍ!
ګورئ! غیب ویل فقط او فقط د الله پاک کار دی، خو کله کله پیغمبران او صالحان هم ترې خبروي؛ چې د پیغمبرانو اقوالو ته معجزات او د صالحانو بیا کرامات ورته ویل کیږي.
خو بعضې عادي او ګنهکار انسانان هم (لکه زه) کله ناکله وړاندوینې کوي چې بیا د وخت په تېرېدو سره یې ځینې ریښتیا کیږي ، خو زموږ د تحلیلونو او نظرونو منشأ بیا له نفساني الهاماتو، تجربو او عقلانیت څخه ده، نه له کراماتو څخه.
په هر حال… زه د خپل ځان په هکله قضاوت نشم کولای! بلکې دا موضع به مینوالو ته پرېږدم او را به شم اصل مطلب ته او هغه دا چې: په راتلونکو شلو کلونو کې به موږ له کومو ستونزو او ننګوونو سره مخ کیږو او پر وړاندې به یې زموږ مسئولیت څه وي؟ یا به کومې داسې خوشخبرۍ مخته راځي چې موږ خوشالولای شي؟
راځئ چې ویې لولو:
راتلونکي شل کلونه به د افغانستان لپاره د تاریخ تر ټولو زرین اقتصادي او سیاسي فرصت رامنځته کړي، مګر هو! په دپلوماتیک او سیاسي لحاظ به تر ټولو مغلق حالت هم دلته حاکم شي.
زه داسې فکر کوم چې: ممکن دریمه نړیواله جګړه هم په راتلونکو شلو کلونو کې رامنځته شي، چې دغه جګړه به تر ټولو پخوانیو جګړو خطرناکه او وحشتناکه وي.
دا به داسې جګړه وي؛ چې لمبې به یې یوازې محدودې سیمې او ګوتشمېر هېوادونه و نه سوزوي، چې یو له هغو څخه به زموږ ګران افغانستان هم وي ان شاءالله نور به ټوله نړۍ نا آرامه او سرسامه کړي.
که دغه جګړه ونښته، نو پاکستان به هم ورسره تجزیه شي.
په راتلونکو شلو کلونو کې به افغانستان د نړۍ په سطحه امنترین هېواد ثابت شي او د نړیوالو سیاحانو لپاره به تر ټولو ښه تفریح ګاه وګرځي.
په راتلونکو دوو لسیزو کې به زموږ ګران ټاتوبی له هره اړخه ځانکفا شي، خو دلته به سترې پروژې د نړیوالو پانګوالو د سالمو او غیر سالمو رقابتونو منګلو ته هم ولویږي.
چین او روس به کوښښ وکړي چې؛ د افغانستان له لارې خپل تجارت د خلیج له هېوادونو سره ونښلوي.
روس به له موږ نه د فارس خلیج ته لاره وغواړي او په بدل کې به یې دروند ټکس هم ومني، مګر امریکا به د پاکستان او هند جمع ایران پر مټو دلته بیا د یوې جهادي ډلې ملاتړ کوي چې هغوی به د روسانو پر ترانزیټي قطارونو د بریدونو پلانونه جوړوي.
غنم به دومره ارزانه شي؛ چې زموږ له وګړو به زیاتیږي او د صادراتو پر لارو چارو به یې بحثونه کوو.
د افغانستان اسلامي امارت به د نړۍ زیاتره اسلامي او غیر اسلامي هېوادونه په رسمیت وپېژني، یوازې محدود هېوادونه به پاتې شي او له موږ سره به دښمنیو ته دوام ورکوي چې یو له هغې جملې څخه به اسرائیل او بله فرانسه وي.
په افغانستان کې به نړیوال پانګوال خپل فعالیت علني اعلان کړي.
د نجونو له مکتبونو او پوهنتونو څخه به فعلي تحریمونه لیرې شي.
ښځینه به هم په فوځ کې داخلې شي هم په پولیسو او هم په ځینو نورو کاري او کلتوري ارګانونو کې.
ښځینه خبریالانې به یا یو مخ د ټلویزیونو له شیشو څخه لیرې کیږي او یا به دا خورجینونه (ماسکونه) لیرې کوي چې اوس مذهبي محتسبینو ور اچولي دي.
غربي هېوادونه به یو ځل بیا پر افغانستان د برید تابیا ونیسي چې اسرائیل او پاکستان به یې ښکاره ملاتړ وکړي، مګر ناکام به شي.
اوبه به مکملې مهار شي او شل کاله وروسته به موږ یوازې په کمه کچه وارداتي برېښنا کاروو، نور به مو هر څه خپل وي.
فعلي حکومت به تر لسو کلونو پورې له ځینو داخلي چلېنجونو سره مخ وي، مګر وروسته له لسو کالو به د حکومت په منځ کې ځینې درځونه رامنځته شي، چې بعضې کسان به د شرق او ځینې نور به یې د غرب له اډیالوژۍ او سیاست څخه تقلید کوي او پاکنفسه حاکمان به له سرخوږیو سره لاس ګرېبان کړي، دوی به ستونزې جوړې کړي مګر بریالي به نشي، که څه هم چې یو د بل پر وړاندې به خنډونه جوړوي او بهانې به لټووي.
شل کاله وروسته به افغانستان د نړیوال تجارت لپاره تر ټولو ښه فرصت تر لاسه کړي او پنځوس کاله وروسته به د نړۍ تر ټولو ثروتنمد او بډای هېواد ثابت شي چې له اوسنۍ دوبۍ (چې هغه مهال به یې جغرافیا تغیر شوې وي) څخه به یې اقتصاد یونیم برابر مخته شي.
شل کاله به دلته همدغه اسلامي امارت حاکم وي؛ خو په لږ سیاسي، کاري، کلتوري او فکري تغیر سره.
که چېرې اسلامي امارت په راتلونکې شل کلنه محدوده کې نوی نسل (په نوي فکر سره) وروزلو او بیا یې واک دوی ته وسپاره، نو یقین لرم چې پنځوس کاله وروسته به مو افغانستان په ریښتیا سره ابر قدرت جهاني یا نړیوال سوپر طاقت شي.
نو زموږ مسؤلیت اوس دا دی چې: ټول افغانان سره یوموټی کړو، امنیت یې حفظ کړو، د حکومت او ملت تر منځ واټن او فاصلې ته بیاځل موقع ورنکړو، نوی نسل په نوي فکر سره وروزو، مصارف له خپلو منابعو او عوائدو څخه وکړو، د کوم چا مخې ته د سوال کچکول و نه نیسو، له ټولې نړۍ سره په ماهرانه، مدبرانه او حسنه توګه خپلې اقتصادي، ټولنیزې، دیپلوماتیکې او سیاسي اړيکې وساتو، افغانستان په لوی لاس راتلونکې نړیوالې جګړې ته ورټېل نه وهو؛ خو تر ټول مهمه دا ده چې: باید هر کار د هغه اهل ته وسپارو.
که دا کارونه مو وکړل؛ نو زه یقین لرم چې موږ به شل کاله وروسته د اوس دوه برابره پرمختګ وکړو، مګر که مو خلاف عمل تر سره کړ، نو بیا به د اوس دوه برابره شاتګ ته هم اړ شو.
خو باید د پرمختګ لپاره د امرباالمعروف او نهی عن المنکر محترم وزارت زموږ مخې ته د خنډونو جوړولو پر ځای زموږ له مخې څخه سدونه لیرې، لارې راته هموارې او پاکې کړي؛ مګر که د دغه محترم وزارت ځینې پالیسي جوړوونکي ملګرې له خپل خره کوز نشول او د ښځو له بدۍ او دښمنۍ څخه یې لاس وانخیست، نو بیا به هر څه بل ډول وي.
زه وایم چې: دوی باید له معقولو او سمو لارو (د حکمت پر مټو) کار واخلي نه دا چې وایي: یوه ښځه به له نامحرم سره څلوېښت کیلومتره یوازې نه ځي، یا دا چې ښځې خبریالانې باید د خبرو پر مهال خولې وتړي او سترګې خلاصې کړي، حال دا چې الله پاک په قرآن کریم کې ((و یضضن من ابصارهن…)) ویلي.
په هر حال… باید نوی نسل سم وروزو، بیا خپلې څوکۍ دوی ته وسپارو او موږ یې تر شا کلک ودریږو او سمې مشورې ورکړو؛ نو یو ځل بیا زه په جرئت سره ادعا کوم چې ان شاءالله په ۲۰۷۰ کال کې به موږ په اقتصادي او سیاسي ابعادو کې تر ټولې نړۍ مخته شو. والله اعلم



