کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د اسراییلو لومړي وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ایران د اټومي وسلو جوړولو ته نږدې شوی دی.
نوموړی له یوې یهودي رسنۍ سره په خبرو کې په امریکا او نورو غربي غږ کړی، چې په ایران دی فشارونه ډېر کړي او په خبره یې که داسې و نه شي نو ددې احتمال شته چې ډېر ژر ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي.
هغه پر ایران د لا ډېرو بندیزونو د وضع کولو او یا هم ددغه هېواد پر وړاندې د عملي اقدام غوښتنه کړې ده. بلخوا د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې بیا له ایران غوښتي چې د ستونزو له پراختیا د مخنیوي لپاره باید همدا نن اټومي مذاکرات پيل کړي او په وینا یې د ایران اوسني اقدامات د هېچا په ګټه نه دي.
















