کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
په کابل کې د روسیې سفیر “دیمیتري زاروف” ویلي چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک ماموریت نور هم پیاوړی او دغه هیواد سره همکارۍ پراخې کړي.
نوموړي دا څرګندونې د “اسلامي امارت” په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر چ”ملا امیرخان” متقي سره په لیدنه کې کړې دي.
زاروف ویلي چې روسيه غواړي له افغانانو سره په ښوونیزه برخه کې د ظرفیت لوړونې په پار همکارۍ وکړي.
سرچینه کاږي چې متقي هم د روسیې له سفیر څخه مننه کړې ده چې حکومت یې په روسیه کې له افغان سفارت او ديپلوماتانو سره لازمې همکارۍ کړي دي.
متقي زیاته کړې ده چې روسیه کولای شي د خپلو تولیداتو او صاداراتو د ټرانزیټ لپاره د افغانستان له لاري استفاده وکړي.
د ناستې په پای کې دواړو غاړو یو بل ته د لازیاتو همکاریو ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر “پوتین” ځانګړي استازي تیره ورځ د روسیې له 1 تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي و، چې هیواد یې ښایي افغان سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.


















