کابل: د هندوانو پر معبد برید کې ۲ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې د پلازمینې کابل په کارته پروان سیمه کې د هندوانو پر یو معبد برید شوی چې په پایله کې یې د یوه امنیتي سرتېري په ګډون ۲ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند “عبدالنافع ټکور” د برید له پای ته رسېدو سره سم خبریالانو ته ویلي، چې برید د بریدګرو په له منځه وړلو سرت پای ته رسېدلی؛ خو د بریدګرو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

ټکور وایي: په دغه بريد کې يو امنيتي سرتېری شهيد او يو اهل هنود وژل شوی او ۷ تنه نور ټپيان شوي، چې په ټپيانو کې دوه تنه اهنل هنود دي او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو وايي سيمه کې پلټنې روانې دي.

باید وویل شي چې تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو په تېر کې د دا ډول ترهګریزو بریدونو پړې داعش وسله والې ډلې منلې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button