کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په مشرۍ افغان سرپرست حکومت وایي د رسمیت پېژندلو په لار کې یې تر ټولو ستر خنډ امریکا دی.
د افغان حکومت عمومي ویاند او د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیال وزیر “ذبیح الله مجاهد” په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د رسمیت پېژندلو په لار کې خنډ د دوی سیاستونه نه، بلکې د امریکا بې پروايي ده.
د مجاهد په خبره امریکا نه پخپله د رسمیت پيژندلو لپاره ګام اوچتوي او نه هم بل چا ته اجازه ورکوي چې په دې برخه کې اقدام وکړي.
مجاهد د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې چې دوی د رسمیت پېژندل کېدو لپاره ټول شرایط پوره کړي دي او دا د نړیوالې ټولنې دنده ده چې نور د افغانانو حکومت په رسمیت وپېژني.
نوموړي ټینګار کړی چې حکومت یې پیاوړی دی، د امنیت په تامین بریالي شوي دي او د ولس ملاتړ له ځان سره لري


















