کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د “فاطمې پیمان” په نوم یوې ۲۷ کلنې افغانې د اسټرالیا سنا ته لار موندلې او د مشرانو جرګې غړیتوب یې ترلاسه کړی دی.
د اسټرالیا د رسنیو په وینا، ۲۷ کلنه فاطمه پيمان چې د اسټرالیا د لوېديځ په پرت ښار کې اوسېږي، لومړنۍ حجاب کړې مسلمانه ده چې مشرانو جرګې ته یې لار موندلې.
فاطمه ۸ کلنه وه چې په ۱۹۹۹م کال کې له خپلې کورنۍ سره یوځای اسټرالیا ته کډواله شوې.
اغلې فاطمې “پیمان” رسنیو ته ویلي:” چې زه د ۲۰۰ کسانو له ډلې یوازینۍ حجاب لرونکې یم چې په دغه سیالۍ کې بریالۍ شوم، دا یوه لویه لاسته راوړنه ده.”
په ورته مهال د اسټرالیا نوي لومړي وزیر “انتوني البانیز” پر خپله ټویټر پاڼه فاطمه پیمان ته د کارګر ګوند له خوا مشرانو جرګي ته د بريالي کېدو مبارکي ورکړې.


















