له زلزله ځپلو سره د قطر، ايران او پاکستان مرستې هېواد ته راورسېدې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې د ايران، پاکستان او قطر هېوادونو مرستې هېواد ته راورسېدې او ځينو نورو هېوادونو هم د مرستو رالېږلو ژمنې کړي دي.
د ا.ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد هیواد ته د يادو مرستو د رارسېدلو خبر ورکړی دی.
نوموړي په خپله ټويټرپاڼه ليکلي، چې له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې تیره شپه د قطر هېواد یوه الوتکه، د ایران هېواد څخه هم دوه الوتکې بشري مرستې کابل ته رارسېدلي او دغه راز زياتوي د پاکستان هېواد څخه هم ۸ لارۍ غذایي مواد او نور اړین توکي د ځمکې له لارې پکتیکا ته رارسېدلي دي.
ښاغلی مجاهد وايي، له زلزله ځپلو سره په کور دننه او بهر د مرستو یو لوی موج را روان دی.
د نورور هېوادونو تر څنګ په کور دننه هم خيريه بنسټونو، ادارو او حکومتي ادارو د زلزله ځپلو سيمو سره خپلې مرستې او همکارۍ کړي دي.



