هندوستان کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړ

کابل ټکی کام (جمعه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان له خلکو سره د هند حکومت او خلکو د پرله پسې بشري مرستو د اغېزناکې همغږۍ او څارنې لپاره یې یو تخنیکي ډله کابل ته رسېدلی او په سفارت کې ځای پر ځای شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له زلزله ځپلو سره د هند د مرستو لومړۍ جوپه کابل ته رسېدلې ده. د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت پر ټویټرپاڼه ليکلي چې په الوتکه کې استول شوې مرستې په کابل کې د هندي سفارت ټيم ته سپارل شوي دي.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، هند له افغانانو سره تاریخي او تمدني اړیکې لري.
خپر پاڼه کې راغلي، چې په لومړي سفر کې یې امنیتي حالت ارزولی دی او د افغانستان له خلکو سره یې د خپلو بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.



