د کابل امنيه قومنداني: ‏په چیک پواینټونو مؤظف پولیس حق نلري چې په شخصي دریشیو او کالیو ودریږي!

کابل ټکی کام (جمعه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، د امنيه قومندانۍ له خوا په ښار کې پر چیک پواینټونو مؤظف ټول پولیس په یونیفورم سمبال شوي زياتوي:«په چیک پواینټونو مؤظف پولیس نور حق نلري چې په شخصي دریشیو او کالیو ودریږي.»

‏د کابل امنیه قوماندان ښاغلي ولي جان (حمزا) د حوزو له آمرینو سره په یوه ناسته کې ټولو آمرینو ته هدایت کړی چې د پولیسو لپاره ځانګړی شوی یونیفورم به په خپلو ټولو پولیسو اغوندي.

 ښاغلي حمزا د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه که چېرته کوم پولیس په شخصي لباس کې په چېک پواینټ ولاړ ولیدل ‏شو قانوني چلند به ورسره کیږي.

د یادونې وړ ده چې د یونیفورم د وېش لړۍ به ډېر ژر د کابل اړوند ټولو ولسوالیو کې هم بشپړه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button