عبدالسلام حنفي: د فتنو راپورته کېدو ته اجازه نه ورکوو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

 اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان حکومت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وړمه ورځ په خپل کاري دفتر کې د افغانستان د اهل تشیع له یو شمېر علماوو او مشرانو سره وکتل.

په دې کتنه کې، ښاغلی شریفي د بلخاب ولسوالۍ د ګډونوالو په استازیتوب خبرې وکړې او وې ویل: د بلخاب خلک سوله خوښي او هېوادپاله دي او د هېڅ ډول ستونزو غوښتونکي نه دي، خو د دې ستونزو اصلی عاملین هغه کسان دي، چې له دې مسایلو ناوړه استفاده کوي.

د اسلامی امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال ښاغلی عبدالسلام حنفي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: اسلامي امارت هېڅکله نه غواړي چې ملکي خلکو ته زیان واوړي، بلکې د واکمن اسلامي نظام پالیسي داده، چې د هېڅ هېوادوال پر وړاندې دریځ ونه نیسي.

حنفي زیاته کړه: اسلامی امارت له ټولو افغانانو سره په ورورولۍ د ژوند تېرولو غوښتونکی دی او هېچاته به اجازه ور نه کړی چې د ملت تر منځ فتنې راپورته کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button