اوچا: افغانستان کې وروستۍ زلزلې ۳۶۰ زره کسان زیانمن کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې “اوچا” ویلي، چې د افغانستان په ختیځو پکتیکا او خوست ولایتونو کې وروستۍ زلزلې ۳۶۰ زره کسان زیانمن کړي دي.

دغې ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دوی د لومړنیو مرستو لپاره شاوخوا ۱۱۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ اداره یا “اوچا” داسې دغه غوښتنه کوي چې تر دې وړاندې هم م.م له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره د څه باندې څلور میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه یې د یادې شمېرې نیمایي هم نه ده ترلاسه کړې.

باید وویل شي چې د تېرې اوونۍ د زورورې زلزلې له کبله تر دې دمه د ۱۰۰۰ تنو مړینه او د ۱۵۰۰ نورو د ټپي کېدل تایید شوي؛ خو ملګري ملتونه او ځینې نور نړیوال خیریه بنسټونه وایي، چې د مرګ ژوبلې شمیرې تر هغه څو برابره ډیرې دي چې افغان حکومت له رسنیو سره شریکې کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button