پښتونخوا کې يو افغان سوداګر د پيسو لپاره تښتول شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسین بابک ويلي، چې ۱۲ ورځې مخکې د پېښور د فقیر اباد تاڼې په حدودو کې يو افغان تجار تښتول شوی دی.‌
هغه دا خبرې پارلمان ته په خپله وينا کې کړي او زیاته کړې ده، د دغه سړي نوم نجيب دی چې د قالينو کاروبار یې کاوه او اوس یې د خوشې کولو په بدل کې له کورنۍ څخه دوه کروړه روپۍ غوښتل شوې دي.
د بابک په وينا، اووه مياشتې وشوې چې څلور يا پينځه داسې پېښې شوې دي.
عوامي‌ نیشنل ګوند په خيبر پښتونخوا کې د افغان سوداګرو د تښتونو او ورڅخه د باج اخیستو د څېړنې او ښکېلو خلکو ته د سزا ورکولو لپاره د یوې کمېټۍ جوړولو غوښتنه کړې ده.
په عين حال کې د خيبر پښتونخوا چارواکو ويلي، چې د يادې پېښې په اړه به خپلې څېړنې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button