د افغانستان بانک: د بشردوستانه مرستو په لړ کې افغانستان ته ۳۲ میلیونه امریکايي ډالر راورسېدل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان مرکزي بانک اعلان وکړ، چې د بشردوستانه مرستو په لړ کې نن (چهارشنبه، د چنګاښ په ۸ مه) افغانستان ته ۳۲ میلیونه امریکايي ډالر راورسېدل او د افغانستان نړېوال بانک ته وسپارل شول.
د افغانستان بانک په رسمي ټويټرپاڼه خپور شوي پيغام کې راغلي، چې ۱۴۴۳ ذوالقعده ۳۰ – افغانستان ته د مرسته کوونکو هیوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
د افغانستان بانک د نړيوالې ټولنې له مرستو د مننې او قدردانۍ تر څنګ له دوی څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې تعامل او همکاري ولري او له دې لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
پيغام کې زياته شوې، د افغانستان بانک مشرتابه پر دې باور دی چې د نړیوالې ټولنې لخوا د بانکي سکتور له لارې د مرستو تر سره کول کولای شي د مرستو د وېش په برخه کې روڼتیا رامنځته کړي او خلکو ته دا مرستې په خورا آسانه او ښه ډول ورسېږي.


