یونسیف: افغانستان کې د زلزلې له امله سلګونه کسان په ناروغيو اخته شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان «يونيسېف» ويلي چې په افغانستان کې په زلزله ځپلو سیمو کې خلک په ناروغیو اخته شوي دي.
يونيسف ويلي، دغه ناروغۍ په پکتيا او خوست ولايتونو کې تشخيص شوي زياتوي په دې کې ځينې ناروغۍ د ناپاکو اوبو د څښاک له امله رامنځ ته شوې، چې ممکن ځينې یې وژونکې ثابتې شي.
يونيسف:«په افغانستان کې د زلزلې له امله په سلګونه کسان په شدیده نس ناستي اخته دي، دوی د دې ژوند ګواښوونکي ناروغۍ د پاملرنې په لټه کې دي، او ماشومان ډېر په خطر کې دي».
یونسیف وايي، چې تر دې دمه یې شاوخوا ۴۰۰ ماشومانو ته روغتیايي خدمات او نور اړین خدمات رسولي دي او تر څنګ یې د اوبو د پاکولو درمل او نور اړین توکي تر زلزله ځپلو رسولي زياتوي:«یونیسف د روغتیایي مرکزونو او ګرځنده ټیمونو لپاره تجهیزات او درمل ورکوي، تر څو د هغو خلکو درملنه وکړي چې د دې ناروغۍ څخه ځوريږي.»
يونيسف ويلي، يادو زلزله ځپلو سيمو خلکو لپاره د لا ډېرو مرستو ته اړتيا ده.



