کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري رابلل شوې د عالمانو ستره غونډه د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په وینا پیل شوه.
نوموړي یادې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې د علماوو او قومي مشرانو مسووليت دی چې د خپل نظام ملاتړ وکړي او که څه ستونزه وي بايد د حل لپاره یې لاس په کار شي. نوموړي د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې ویلي چې بچیانو یې په تېرو شلو کلونو کې داسې قربانۍ ورکړې دي چي بېلګه يې نه پيدا کېږي او قربانۍ يې د دې لپاره ورکړې چې په افغانستان کې يو اسلامي نظام حاکم شي.
ملا حسن اخند د خپلو خبرو پر دوام، کومې ډلې او خلکو ته له اشارې پرته وویل چې د اوسني نظام په حاکميت سره ټول هغه کسان چې مخکې په مخالفه ټلواله کې وو او د دوی له ځواکونو سره جنګېدل وبخښل شول؛ خو اوس بيا هم هغه کسان ارام نه دي ناست. هغه که څه هم د کوم هېواد نوم وانخیست خو زیاته یې کړه، هغه خلک چې تېر شل کاله يې افغان ولس دربدره کړ، وطن يې را خراب کړ، اوس چې لاړل سره له دې چې د دوی له لوري هيڅ مشکل هم نه دی ورته متوجه؛ خو هغوی بيا هم ملت ته تکليف ورکوي.
باید وویل شي چې تر اوسه د دې سترې غونډې د اجنډا په تړاو معلومات نه دي رسنیز شوي؛ خو اټکل کېږي چې موخه به یې پر داخلي مشروعیت سلا مشورې او له اوسنیو ستونزو څخه د افغانستان پر را ایستل کېدلو باندې خبرې وي.

















