کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د سترې محکمې رییس او قاضي القضات شیخ الحدیث “مولوي عبدالحکیم حقاني” په کابل کې د علماوو سترې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې دا د ټولو عالمانو مسوولیت دی چې په خپلو جوماتونو، کلیو، مدرسو او هر ځای کې خلکو ته ووایي چې د اسلامي نظام مخالفت ناروا عمل دی چې باید ځای ترې وساتي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د اسلامي امارت ټول اصول پر اسلامي قوانينو ولاړ دي، که ظاهراً امارت ته په يو کار کې ډېرې مادي ګټې وي؛ خو چې اسلامي قوانين يې نه ايجابوي، هغه یې پرې ايښی دی. هغه دغه راز ویلي چې واک ته د افغانستان ا.ا له رسېدو وروسته ټول مخالفین بخښل شوي دي او آن هغوی ته په مجلس کې هم د هغوی د جرمونو په اړه یادونه نه کېږي چې د ده په خبره، دا د یو نظام له لوري د ډېر ګذشت مانا لري.

















