کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
امریکا وایي د “اسلامي امارت” په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت منزوي کول د هېچا په ګټه نه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپلو تازه څرګندونو کې چې په دوحه کې له افغان لوري سره د مذاکراتو پیل دا مانا نه لري چې دوی په رسمیت پېژندل کېږي؛ خو خبرې اترې او پالیسي به دوام کوي.
د نوموړي په خبره د افغانستان منزوي کول د هېچا په ګټه نه دي او په خبره یې که نړۍ غواړي چې ستونزې حل شي نو مذاکرات او سیاسي خبرې اترې باید دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د اسلامي امارت او امریکایي لوري ترمنځ د مذاکراتو نوې لړۍ پیل شوې ده چې د سرچینو په خبره تر ډېره د نجونو د زده کړو پر بیا پیل او دغه راز په اقتصادي مسایلو ور ټولې دي.
باید وویل شي چې د افغان لوري مشري د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوي لو د امریکایي لوري مشري د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي پر غاړه ده.

















