کورنيو چارو وزارت: د یوه خصوصي شرکت ۲۶۰۰ ټنه بې کیفیته تېل ونیول شول

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د یوه خصوصي شرکت ۲۶۰۰ ټنه بې کیفیته تېل يې نيولي دي.

‏د کورنیو چارو وزارت اړوند د هرات پولیسو خبر ورکړی، چې د یوه خصوصي شرکت ۲۶۰۰ ټنه بې کیفیته تېل، چې ټاکل شوې وه په بازار کې وپلورل شي، ونیول شول.

ياد وزارت ويلي، د هغه شرکت مسوول کس، چې دغه تېل يې هېواد ته وارد کړي، تر قانوني پلټنو او څېړنو لاندې دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم ‏د سټنډرډ ملي ادارې ويلي و، چې د هرات په اسلام قلعه بندر کې يې ١٦ ټانکره بې کیفیته تېل چې غوښتل يې هېواد ته وارد کړي بېرته ایران هېواد ته مسترد کړي و.

مربوطه مطالب

Back to top button