رمضان قدیروف: اوکرایني پوځیانو ته د تېښتې لاره نه ورکوو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د چیچنیا ولسمشر او د پوتین نیږدې متحد “رمضان قدیروف” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې اوکرایني پوځیان د تېښتې لاره نه لري یا به وسلې پر ځمکه ګدي او یا به وژل کېږي.
د قدیروف په خبره: د اوکراین مهم او روسیې ته مطلوب ښار “لیسیجانسک” په پشپړه توګه د روسیې د ملاتړو ځواکونو په کنترول کې دی.
نوموړي د خپل تلګرام چینل له لارې په یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي، چې پر یاد ښار یې مو کړۍ تنګه کړې ده، دغې سیمې ته ورغلې ټولې لارې تړل شوې دي او په خبره یې دوښمن هیڅ لورې ته د تېښتې لار نه لري یا به تسلمیږي او یا به وژل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې دفاع وزارت هم تېره ورځ اعلان کړی و، چې د اوکراین دغه مهم ښار چې ډېرې مهمې کارخونې او معدنونه لري او اوکراین ته حیاتي ارزښت لري اوسمهال د روسي ځواکونو تر محاصرې لاندې دی او ډېر ژر به یې تر خپل کنترول لاندې راولي.



