د بریتانیا سیاسي کرکیچ؛ د جانسون د حکومت لسګونو چارواکو استعفا ورکړه

کابل ټکی کام، پنجشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
په برېټانیا کې د بوریس جانسون حکومت سقوط ته نږدې شوی دی.
برېټانوي رسنۍ وايي چې د جانسون د حکومت غړو پر نوموړي خپل باور بایللی دی او هره ورځ د استعفاوو راپورونه خپرېږي.
په تېرو څو ساعتونو کې د جانسون د حکومت ۴۰ لوړپوړو چارواکو له خپلو دندو استعفا وې ورکړې دي.
دوی وایي چې جانسون نور د باور وړ نه دی او اوسنی دولت یې د ناورین لوري ته بېولی دی.
په هغو کسانو کې چې نوې یې استعفا ورکړې ددغه هېواد د خزانې او عامې روغتیا وزیران هم شامل دي.
د چارو شنوونکي وایي، چې په لومړي وزیر “جانسون” ورځ تر بلې فشارونه مخ پر ډیرېدو دی او ښایي نوموړی هم د روانو فشارونو له امله له خپلې دندې لاس پر سر شي.



