ذ. مجاهد: کابل کې د خوارجو په پټن ځای عملیاتو کې ۲ تنه خوارج وژل شوي ۴ نور ونیول شول

کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، امنیتي ځواکونو د پلازمېنې کابل په یوه سیمه کې د خوارجو پر يوه پټنځای عملیات کړي، چې د دوو خوارجو په وژلو او څلورو نورو په نیولو سره پای ته رسېدلي دي.
ښاغلي مجاهد په خپل رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، عملیات د پلازمېنې په ‘سې صد پانزده فاميلي’ سیمه کې ترسره شوي دي.
ښاغلي مجاهد زياته کړې، په دې عملیاتو کې ګڼ چاودیدونکي توکي او نور تخریبي وسائل له منځه وړل شوي دي.
چارواکي وايي، چې دغو جنایتکارانو په کابل کې د تخریبي اعمالو اراده درلوده چې په نطفه کې خنثی شول.

مربوطه مطالب

Back to top button