ولسمشر پوتین: پر اوکراین مو لا جدي برید نه دی پیل کړی

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په مسکو کې د دغه هېواد د پارلمان مشرانو ته ويلي، چې پر اوکراين د دوی بريد تر اوسه په جدي توګه نه دی پيل شوی.

پوتین په خپله وینا کې دا هم ویلي چې که لویدیځ دا جرآت لري نو روسیې ته دې د جګړې په ډګر کې ماتې ورکړي.

نوموړي ادعا کړې چې که د اوکراین جګړه څومره اوږدیږي، د اوکراین لپاره به د سولې لپاره خبرې اترې ستونزمنې شي.

باید وویل شي، چې ولسمشر پوتین داسط مهال دا څرګندونې کوي چې د ختیځ اوکراین تر نیولو وروسته روسي ځواکونو د اوکراین مرکزي سیمو ته جګړه غځولی او خپل پرمختګ ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button