لیکوال: حمادافغان شیرزاد
الله اکبر الله اکبر لااله الا الله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد
تر هرڅه دمخه مو نیکمرغه لوی اختر مبارک، سوکالۍ او خوښۍ مو نصیب او قربانۍ مو قبولې شه.
هغه رب لره دې بې شمیره حمدونه او ثناوې وي، چې موږ یې د آزادۍ، استقلال او سپین محمدي بیرغ تر سیوري لاندې، د قربانۍ تر اختره راورسولو، قربانۍ مو ورکړې، تنکۍ ځوانۍ مو لولپه کړې، بندیخانې او شکنجې مو تیرې کړې، یتیمان او کونډې مو پاتې شوې، کورونه مو ونړيدل، بازارونه، جوماتونه او مدرسې مو ورانې شوې؛ خو لله الحمد ثمره مو ترلاسه کړه، نتیجه کې لوی رب د آزادۍ او امن په نعمت ونازولو، هغه امن چې ابراهیم علیه السلام یې تر هر څه وړاندې د رب څخه غوښتنه کړې وه، موږ ته د قربانۍ په نتیجه کې ترلاسه شو.
دا چې نن د قربانۍ اختر دی، هر طرفته مسلمانان د لوی رب دربار ته، خپلې قربانۍ وړاندې کوي، زه هم تاسو ته نن د دغه خوشحالۍ د ترلاسه کیدو هغه قربانۍ یادوم، چې افغان میړني ولس په دا شل کلن بهیر کې ورکړې، نن چې ولسونه د هیواد په لر او بر/ ګوټ په ګوټ کې آزادانه ګرځي، خوښۍ/ خوشحالۍ او د اختر میلې کوي، دا د همغه قربانیو نتیجه ده چې د اشغال پر وړاندې په مقدسه او سپیڅلې مبارزه کې وړاندې شوې وې.
دلته داسې قربانۍ ورکړل شوې، چې په طول د تاریخ کې به هم داسې سرښېندنې ونه موندل شي او نه به یې بل کوم قوم وړاندې کړي، دلته د واده ځلمیو خپلې ناوکۍ په نکریزو رنګ لاسونه پریښودلې، دلته پلرونو خپل بچي یتیمان پریښودل، کورونه یې بې سرپرستۍ پاتې شول؛ خو د اسلام بڼ یې پخپلو وینو بیا بیا خړوب کړو، سپین توغ یې د هندوکش په اسمانڅکو غرونو رپاند کړ، نوو بیغلوتو او زلموټو ته یې د خوښۍ او آرامۍ ژوند وروبښلو، هغوی لاړل؛ خو هغه آرمان یې پوره شو، چې ولس یې د آرام ساه واخلي، خوبونه وکړي، تعلیم وکړي، پرمختګ وکړي او لا هم د هغوی د خیال پوره کېدو لپاره هڅې روانې دي، کوښښونه ورته کیږي، تر څو د هغوئ روحونه لا هم خوشحاله او خوښ شي.
راځئ! د دغه قربانۍ د اختر پخاطر چې په خوښیو او خوشحالیو یې د آزادۍ او سپین بیرغ تر سیوري لاندې لمانځو، نور ترپګنیو، بدبینیو، بدبختیو، قومي، سمتي، لساني، نژادي او مذهبي تعصبونو ته د پای تکی کیږدو، هغه قربانیو څخه حیاء وکړو، چې تر دا اوسه ورکړل شوي، ولسونو ته لا خوښۍ ورکړو، د پرمختګ ګامونه ورته پورته کړو او څوک پرینږدو چې نور زموږ سپیڅلی نظام ړنګ او دې هیواد ښکلاء بدرنګه او فضاء یې بیا ګردجنه کړي.
ولسونه هسک شول، بیرغ رپاند شو، مقدسه فریضه پوره شوه، اشغال راوپرځېدلو، څوک تر چوکیو ورسيدل، څوک بیا تر وزارتونه او ریاستونه لاړل، خو هغوئ چې په قربانۍ یې نظام جوړ شو، نن تر خاورو لاندې دي، بچي، کورنۍ او ناوکۍ یې لاس تر زنې ناست دي، هغوئ مه هیروئ، هغوئ باندې د شفقت او ترحم لاس کیږدئ او پخپلو پښو تر ودرولو، ورسره مل شئ.
د قربانۍ په دې اختر کې هغه قربانۍ هیرې نه کړئ؛ چې دلته ورکړل شوي، ورته رسیدګي وکړئ، د هغوئ کورنۍ هم پخيلو خوښیو کې شریکې کړئ او لا دلته د ولسونو زړونه خپل او د عدل حکومت وکړئ.


















