لوګر: نامعلومه وسله والو په يوې نانوايي کې په ډزو ۴ تنه وژلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

لوګر کې ځایي سرچینې وایي، چې پر یوې نانوایۍ د نامعلومه وسله والو په ډزو کې ۴ تنه وژل شوي دي.

دا پېښه د چهارشنبې په شپه د لوګر مرکز پل علم په ښار کې رامنځته شوې، چې د ځايي سرچينو په وينا په وژل شويو کې ۳ وروڼه او يو د نانوايي کارکونکی و.

تر اوسه د دې پېښې لامل روښانه نه دی.

ځايي امنيتي مسؤولين وايي، د پېښې په اړه پلټنې پيل کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button