له برېتانیا غوښتنه؛ اچ آر ډبلیو وایي افغانستان کې د خپلو کړنو حساب ورکړئ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

وروسته تر هغه چې برېتانوي رسنيو راپور ورکړ ،چې د دغه هېواد کومانډو ځواکونو به په افغانستان کې د شپنيو عملياتو پر مهال له يو بل سره په سيالۍ ملکي افغانان وژل، د بشري حقونو د څار سازمان “اچ آر ډبلیو” ويلي، چې افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو جنګي جرمونه خورا بوږنوونکي دی او بايد هغه ځواکونه محاکمه شي ،چې د ملکي افغانانو په وژنه تورن دي.

د دغه سازمان چارواکي زياتوي چې برېتانيا بايد د دې وژنو په اړه محکمې ته حاضره شي او د خپلو کړنو حساب ورکړي.

دا سازمان پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره اوونۍ يو شمېر رسنيو راپور ورکړ ،چې د برېتانيا د کومانډو ځواکونو يوې ډلې په يوه مياشت کې په لسګونو بېګناه افغانان د عملياتو پر مهال وژلي وو.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو لخوا د ملکي افغانانو د وژنو تر انکشاف وروسته په دغه هیواد د نړیوالو بشري حقونو د سازمانونو فشار مخ پر ډیرېدو دی او تازه د برېتانیا تلونکي لومړي وزیر “جانسون” ویلي، چې تر قانون هېڅوک لوړ نه دي او په افغانستان کې په جنایتونو تورن سرتېري به خامخا سزا وویني.

مربوطه مطالب

Back to top button