کابل ټکی کام (جمعه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
سور صليب اندېښنه ښودلې او د افغانانو بشري وضعیت يې لاهم د نړۍ له تر ټولو سترو ناورینونو څخه يو ناورين بللی.
د سره صلیب نړېوالې کمیټې ویلي، چې د افغانستان تر ټولو ستر بشري ناورین له امله نیمایي افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په راپور کې راغلي:« افغانستان کې ښځو او سړيو د مرستو په لټه هره ورځ پر واټونو کتارونه جوړ کړي وي. د افغانستان تر ټولو ستر بشري ناروین پر مهال نیمایي افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. نړۍ باید افغانستان هېر نه کړي.»
که څه هم ځينې هېوادونو د بېلابېلو مؤسساتو، خيريه ادارو او بنسټونو له لاري له افغانستان سره د غذايي، غير غذايي او طبي توکو مرستې کړي او لا هم روانې دي، خو د شنونکو او عامو خلکو په وينا، نړيوال دې افغانانو ته د خيريه توکو پرځاي اساسي کارونه ترسره کړي، ترڅو لکونه بې کاره افغانانو ته روزګار برابر او له فقر څخه خلاص شي.


















