کابل ټکی کام (جمعه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر “جوبایډن” تر سفر مخکې د یاد هیواد حکومت د اسرائیلي پروازونو پرمخ د خپل هوایي حریم د پرانیستلو پریکړه کړې ده.
د سعودي عربستان د ملکي هوایي چلند ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی د شیکاګو د ۱۹۴۴م کنوانسیون سره سم کوم چې د نړیوال هوایي حریم په کارولو کې د ملکي الوتنو ترمنځ توپیر نه کوي پريکړه وکړه چې د اسرائیلي الوتکو پرمخ خپل هوایي حریم خلاص کړي.
په ورته مهال د امریکا د ملي امنیت سلاکار “جیک سلیوان” ویلي، چې ولسمشر بایډن د سعودي د وروستۍ خو تاریخې پکرې هرکلی کوي.
بایډن به لومړنی امریکایي ولسمشر وي چې له اسرائیلو څخه به په مستقیم ډول سعودي عربستان ته سفر کوي.
باید وویل شي چې د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارونکو د سعودي عربستان وروستۍ پریکړې ته غبرګون ښودلی او په کلکو ټکو یې غندلې ده.


















